ویب ډیسک
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه راپور کې وایي، چې له مذاکراتو سره هممهاله افغانستان کې د بشري حقونو نقض روان دی.
نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او سرغړونې ډېرې شوې دي.
په دې راپور کې د حکومت او طالبانو په وسله والو نښتو کې ملکي مرګ ژوبله، د ملکي وګړو ځورول، هدفي بریدونه، د حکومتي ځواکونو په عملیاتو او یا نښتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله، انساني قاچاق، اداري فساد او له کم عمره ځوانانو د جګړې په لیکو کې کار اخیستل په افغانستان کې له بشري حقونو مهمې سرغړونې بولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا راپور داسې مهال دی چې ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې ترکیه کې د افغان سولې په اړه مهمه ناسته جوړه شي.


