ویب ډیسک
سرچینې وایي چې تېره شپه او نن سهار د هرات ـ رباط سنګي پر لویه لار د کمر کلاغ سیمه کې چاودنې شوې، چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي دي.
د هرات ولایت روغتیايي چارواکو بیا رسنیو سره خبرو کې ویلي د نن سهار چاودنه د پولیسو په یوه پوسته شوې او د پېښې له ځایه یې دوه جسدونه او یو ټپي روغتون ته انتقال کړی دی.


