ویب ډیسک
د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تېره ورځ افغان ځواکونو د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې نوي نظامي تاسیسات جوړول چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.
طالبانو ویلي چې هوايي ځواکونه د افغان پوځ ملاتړ ته راغلي وو او دوی بلک هاک جنګي هلیکوپتره په نښه کړې ده.
وسله وال طالبان وایي چې په دې پېښه کې یې افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
افغان حکومت بیا تېره ورځ ویلي وو چې یوه بلک هاک هلیکوپتره یې نظامي قرارګاه ته نږدې د نامعلومو دلایلو له امله غورځېدلې ده.


