یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانان د کوډګرو، فال لیدونکو او تعویذ لیکونکو په لومو کې:

افغانان د کوډګرو، فال لیدونکو او تعویذ لیکونکو په لومو کې:

لیک: لطیف یاد
زموږ ځینې بې علمه او ناپوهه او جاهله افغانان او په تیره بیا پښتانه او پښتنې میرمنې دومره دخرافاتو په لومو کې بندې شوي او نښتې دي چې کله کله انسان حیرا ن پاتې شي چې دوی ولې داسې کوي او دوی باید څنګه وپو هول شي چې ددغې کږې او انحرافي لارې نه یې سمې لارې ته بوزو.
ډیرشمیر پښتانه او پښتنې میرمنې اوس هم ګورم چې د یو شمیر کوډګرو ، ټګمارو پیرانو او تعویذ لیکونکو په لومو کې نښتې دي او دغه ټګماران او دوکه بازان ددوی نه هغه پیسې شکوي چې دوی او یا خاوندانو یې په زحمتونو پیدا کړي دي .
دغه ټګمار او دوکه بازه پیران او تعویذلیکونکي چې پخپله نه دسپيڅلي قرآن او نه هم دنبوي( ص) احادیثو نه خبر دي او نه یې په معنا پوهیږي زموږ په ښارونو او کلیواو بانډو کې دټګۍ دامونه غوړولي دي اودسودا بازارونه یې ښه ګرم دي ،دوی زموږ دپاکو او سپيڅلو خلکو دغلطو عقیدو په وجه دغلو په څیر ددوی نه پیسې شکوي .

پښتا نه دپیړیو پیړیو راهیسې دخپلې ناپوهۍ په وجه په دغو مداري ډوله پیرانو پورې نښتي دي ، څوک ورنه دزوی سوال کوي ، څو ک دښایسته میرمنې او ښایسته خاوند سوالونه کوي ، څوک دپيریانو دایستلو او څوک هم دخپل راتلونکي ژوند دقسمتونواو برخلیک دمعلومولو ،خو دغه پیران پکې خپلې غوړې حلواګانې خوري او خپلې پیسې د( شکرانې ) په نامه هم ښې ډیرې ترې شکوي .

باید ووایم چې موږ او تاسو ټول مسلمانان یو او په دې هم بشپړه عقیده لرو چې هرڅه دالله په لاس کې دي .پرته دالله نه ،نه څوک چاته زوی ورکولای شي او نه هم ترې پیریان او جنیات ایستلی شي او نه هم دالله پرته څوک دغیبو علم لري .
،.پښتنو! نور دخدای لپاره پوه شئ ترڅو به په دې جهالتونو او تورتمونو کې ژوند کوئ .نور دې دروغجنو پیرانو آو ټګمارانو ته مه ورځئ چې دا غله دي او ستاسو نه دغلو په څیر ستاسو حلالې پيسې شکوي او پخپله او کورنۍ یې په دغو پيسو چړچې او مزې کوي . دامفته خواره خلک دي چې بل کار روزګار نه شي کولی او له دې لارې تاسو غولوي او ستاسو نه پیسې شکوي موږ باید نور ددې کوډګرو او دوکه بازو پیرانو او تعویذ لیکونکو دمکاریو دغه بازارونه وتړو او ورته هیڅکله هم ورنه شو .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه