لیک :الهام ملاخېل
سیاست پوهنه او سیاست مداري دوه جلا جلا سیاسي اصطلاحات دي سیاست پوهنه د ټولو سیاسي نظریاتو، سیاسي فلسفو او اجزاو نه بحث کوي یعني دا یوه تیوري ده له عملي ډګره لرې شی دی
او سیاست مداري د یوې سیاسي نظریې او فلسفې عملي prectically برخه وي
د مثال په ډول موټر دی او یو یې ډرائیور دلته موټر د یو سیاسي نظریې په ځای او ډرایئور یې پالوور یعني عملي جامه ورکونکی را اخلو.
د مثال په ډول زموږ په ټولنه کې په سیاسي نظریاتو کې یوه نظریه نېشنلیزم رااخلو دا یو موټر دی او ډرایور یې یو قامپاله کس دی
سیاست پوهنه چونکې یو علم دی نو علم ته عملي بڼه د زمان او مکان په اړه وي یعني د وخت ترجمانۍ ته ورته شی وي سیاست د قومي ازادۍ،برابرۍ،اقتصادي ازادۍ،او بنیادي انساني حقوقو لاس راوړنې ته ویل کېږي.
له دویم جنګ نه وروسته د نړۍ سیاسي شکل یو مخ په بله سو جمهوري روایات بېخي عام سول له همدغه ځایه د ټولنې په هرکس باندې سیاست لکه فرض داسې وګرځېده چونکې هر هغه کس چي ووټ کارولای سي د یو ریاست وسېدونکی وي هغه په حکومت جوړونه کې بلاواسطه شراکت کوي په ځانګړي ډول په پارلیماني او وفاقي سیاسي نظام کې مثلا پاکستان یو وفاقي او پارلیماني سیاسي نظام لري وفاق ته په انګلش کې فېډرېشن وایي تعریف یې داسې کېږي چي” د مختلیفو صوبایي حکومتو په شراکت یو مرکزي حکومت جوړونه”
دلته صوبې د قومونو په اساس وي او خپله خودمختاري لري دلته بیا هر قوم کوښښ کوي مرکزي حکومت تر لاسه کړي ترڅو په نورو قومو لاس بری سي .
که چېرته موږ په خپله پښتنه ټولنه کې ګورو نو سیاست پوهنه بېخي د نه شتون برابره د دلته د سیاست مانا درواغ، دهوکه بازي ،ذاتي مفادات،مذهبي جنګ او د بل د پاره چوپړ وهل دي
لنډه دا چي د اولس ذهنونه د سیاست په اوبو مینځل په کار دي د سیاست سیاسي تشرېح،سیاسي نظریات،د زمان او مکان سره تړون، د سیاست په اړه د غلطو پروپېګنډو خلاف علمي مجلسونهوسېمینارونه،د ګوند د کارکنانو نظریاتي او سیاسي علمي روزنه داسې نورې نقطې
دا ټولې مسلې زموږ په پښتنه ټولنه کې زموږ قامي ګوندونو ته ګوري حل لاره او زمه واري یې د دغه قامي ګوندونو ده باید دغه قامي ګوندونه خپلې علمي خپرونیزې، سیاسي خپرونیزې،د سوشل مېډیا خپرونیزې ادارې ولري ځکه بې له دغو کارو تش زنداباد مرداباد سیاست د قام حل لاره نه ده


