سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسي ان ان د کابل هوایي ډګر ۲۰۲۱کال تخلیې پرمهال د چاودنې...

سي ان ان د کابل هوایي ډګر ۲۰۲۱کال تخلیې پرمهال د چاودنې له نویو زاویو پرده پورته کړې.

ویب ډیسک

سي ان ان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي کابل هوایي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال تخلیې پرمهال وژل شوي ۱۷۰ افغانان ټول د چاودنې له امله نه وو بلکې هلته پر دنده امریکایي پوځیانو هم په دغو وژنو کې برخه لرله.

راپور کې د امریکایي پوځیانو له قوله د نوم نه ښودلو په شرط لیکل شوي، له چاودنې وروسته یې د ډزو ګڼ غږونه اوریدلي چې ډېری یې کابل هوایي ډګر کې د پر دنده امریکایي پوځیانو له لوري څخه وو.

په راپور کې له یو افغان ډاکټر سره هم خبرې شوي چې ویلي یې دي، د پېښې د ګڼو قربانیانو له بدنه یې مرمۍ ایستلي دي.

له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) هغه ادعاوې رد کړې وې چې ګواکي په دغه پېښه کې دې امریکایي پوځیانو افغان ملکي وګړي په نښه کړي وي.

د ۲۰۲۱کال اګسټ ۲۶مې پېښې په کابل هوایي ډګر کې د تخلیې پرمهال ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي پوځیان وژل شوي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه