دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران او پاکستان وايي:په افغانستان کې د اورپکو ډلو شتون د سیمې...

ایران او پاکستان وايي:په افغانستان کې د اورپکو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی

ویب ډیسک

پاکستان ته د ایراني ولسمشر سېدابراهیم رییسي د سفر په وروسیتو کې دواړو هېوادونو په یوې ګډې ویناپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د اورپکو سازمانونو شتون د نړۍ او سیمې امنیت ته ګواښ دی.

دا ویناپاڼه چهارشنبه د غويي پر ۵مه خپره شوې ده. په ویناپاڼه کې راغلي چې تهران او اسلام‌اباد یو ځل بیا د اورپکۍ او نشه‌يي توکو قاچاق له ګواښونو څخه لرې د سوله‌ییز، یو موټي او خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره ژمنه کړې ده.

دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا او د اورپکۍ پر وړاندې د متحدې جبهې په رامنځته کولو ټينګار کړی دی.

د خپرې شوې ویناپاڼې پر بنسټ، د دواړو هېوادونو مشرانو په سیمه کې د امنیت او ټيکاو لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ پر ارزښت او په دې برخه کې یې د شته سیمه‌ییزو مجامعو پر مثبت ګډون ټينګار کړی دی.

په ویناپاڼه کې راغلي: «دواړو لوریو د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته په درناوي یادونه کړې چې په بنسټيزو پرېکړو کې د ټولو افغانانو له ګډون سره به په دغه هېواد کې د سولې او ټيکاو ټيګنېدو لامل شي.»

تهران او اسلام‌اباد له طالبانو سره نږدې اړیکې لري؛ خو لا یې هم په رسمیت پېژندلي نه دي.

د سیمې، نړۍ او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له دې وړاندې هم په افغانستان کې د اورپکو ډلو له حضوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

د یادولو ده چې ابراهیم رییسي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له جګپوړو چارواکو سره له خبرو اترو وروسته، د سریلانکا پر لور خوځېدلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه