ویب ډیسک
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د رېل پټلۍ د نوې شبکې پر غځولو خبرې کړې دي.
د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې کتنه کې د دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د رېل پټلۍ نوې شبکې غځولو او ټرانزیټي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ سریک ژومانګارین ویلي چې د رېل پټلۍ نوې شبکه به د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونه به له سوېلي اسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپايي هېوادونو سره ونښلوي.


