ويب ډیسک
د ا.ا .ا بهرنیو چارو وزارت په قزاقستان کې د روان وضعیت او لاریونونو په اړه غبرګون ښودلی
دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې افغان چارواکي، په قزاقستان کې روان وضعیت له نېږدې څاري او د یوه نېږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی.
په ياده اعلامیه کې يې د قزاقستان له حکومت او لاريونکوونکو څخه هیله کړې چې شته ستونزې د خبرو او سولهييزو لارو حل کړي څو دغه هېواد ته ارامي او ثبات را وګرځي.
افغان چارواکو ویلي دي چې د ا.ا په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.


