دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدرانی وایي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته تمه وه...

درانی وایي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته تمه وه چې د یاد هیواد په شمول سیمه کې ثبات راشي

ويب ډيسک

‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني وایي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته تمه وه چې د یاد هیواد په شمول سیمه کې ثبات راشي؛ خو په وینا یې چې دا تمه «لنډمهاله» وه.

نوموړي په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي موجودیت او په پاکستان کې د بریدونو زیاتېدل د دې هېواد لپاره یوه جدي ستونزه بللې او زیاتوي چې دوی ته له هنده ډېر افغانستان زیان رسولی دی.

ښاغلی دراني همدا راز ویلي؛ د پاکستاني طالبانو بریدونه ۶۵ سلنه او ځانمرګي بریدونه بیا ۵۰۰ سلنه زیات شوي او په خبره یې، په تېرو دوو لسیزو جګړو کې څه باندې ۸۰ زره پاکستانیان وژل شوي دي چې لا هم د مړو او ټپیان شمېرل روان دي.

بل لور ته د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو په لاس د کابل سقوط یو ځل بیا ستایلی او د جمهوري نظام د ړنګېدو پر وړاندې د طالبانو له ملاتړه پښېمانه نه دي.

پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د کابل د سقوط په اړه په خپل کړي پوسټ لا هم ولاړ دی او وايي چې د طالبانو بریا نن هم ستایل کیږي.

نوموړي پرون تازه په خپلو خبرو کې ویلي؛” کله چې افغان طالبانو کابل فتح کړ، ما ټویټ وکړ او لیکلي مې وو؛ که واک ستاسو دی؛ خو خدای زموږ دی، زه اوس هم په همدې خبرو ولاړ یم.”

ښاغلی اصف همدا راز زیاتوي چې یوه غریب هیواد څو زبرځواکو هیوادونو ته ماتې ورکړه او په وینا یې، دا د یوه مظلوم بریا وه او زه یې ستاینه کوم.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه