اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په خبره رپوټ ورکړی چې د سوریې د امنیتي ځواکونو او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر بشار الاسد د پلویانو ترمنځ په تېرو دوو ورځو نښتو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو اوښتی دی.
دغه تازه نښتې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې، پلازمینې دمشق کې د نوي حکومت پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ګڼل کیږي.
اسوشیټډ پرس اژانس سوریه کې تازه پیل شوې جګړه د تېرو ۱۴ کلونو جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد تر ټولو خونړۍ نښتې بللې دي.


