ويب ډیسک
بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر وایي، د افغانانو اقتصادي پياوړتیا د رژیم تر بڼې مهمه ده.
هغه چې د ملګرو ملتونو دوحې ناسته کې د پاکستان استازیتوب کوي وایي، دا مهمه نه ده چې افغانان د چا تر حاکمیت لاندې ژوند کوي، خو باید له اقتصادي پلوه پياوړي شي، ځکه دا یې اساسي حق دی.
حنا رباني داسې حال کې د افغانانو یوه اساسي حق ته اشاره کوي چې د ژوند، بیان، کار او تعلیم آزادي د انسانانو اساسي بشري حقونه دي.
ت.البانو له بیا واکمنۍ وروسته پر افغانو ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیزونه لګولي او ملګرو ملتونو یې دا بندیز د بشري حقونو نقض بللی دی.
حنا رباني کهر همداراز ویلي، هېڅ هېواد نه غواړي چې افغانستان کې دې سوله او ثبات نه وي، خو لارې چارې یې مختلفې دي او زیاتوي چې ۴۰ میلیونه خلک باید د سیاست قرباني نه شي.
پر پاکستاني چارواکو زیاتره نیوکې کېږي چې په نړیوالو سټیجونو د افغانانو او افغانستان په استازیتوب خبرې کوي او څرګندونې یې ډېری له سختو غبرګونو سره مخ کېږي.
دوحې ته د رباني کهر د تللو له خبر سره سم، یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګون وښود چې نوموړې په هغه ناسته کې د افغانستان استازیتوب کوي او د هغې دا ګډون یې وغنده.
#Afghanistan #DohaMeeting #Doha #دوحه


