دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرحمت‌الله نبیل وایي، ملګري ملتونه باید داسې لارې چارې ولټوي چې عدالت...

رحمت‌الله نبیل وایي، ملګري ملتونه باید داسې لارې چارې ولټوي چې عدالت تأمین کړي

ويب ډیسک

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت‌الله نبیل وایي، ملګري ملتونه باید داسې لارې چارې ولټوي چې عدالت تأمین کړي او د افغانانو بېړنیو اړتیاو ته رسېدنه هم وکړي.

ښاغلي نبیل دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناستې ته په اشارې زیاتوي چې د خلیلزاد او امریکا له لوري د دوحې د پخوانۍ «معاملې» په ترڅ کې افغانستان ت.البانو ته وسپارل شو او پایله کې یې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته اوسنۍ ننګونه رامنځته شوه.

نبیل د اوسني وضعیت پېچلتیا روښانولو لپاره د چرچل په یوه وینا د استناد په لړ کې وایي: «کله چې دې سر د زمري په خوله کې وي، استدلال ورسره نه شې کولای.»

نوموړی ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید د لوږې ختمولو او بشري مرستو رسولو او په عین حال کې، افغانستان کې د یوې عادلانه ټولنې د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د ۲۱ هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه نن دوحه کې پيل شوې او سبا ورځ به هم دوام کوي.

ویل کېږي دې غونډه کې به ت.البانو سره د نړۍ د تعامل په څرنګوالي او د نویو او انعطاف پذیره لارو چارو په موندلو بحث وشي.

ت.البانو ته په یاده ناسته کې د ګډون رسمي بلنه نه ده ورکول شوې.

#Afghanistan #DohaMeeting #Doha #دوحه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه