دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو...

د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب غونډه د بندو دروازو تر شا پيل شوه

ويب ډیسک

د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب غونډه د بندو دروازو تر شا پيل شوه چې دوه ورځې دوام به وکړي.

یاده غونډه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ ترسره کېږي، د افغانستان لپاره د ۲۱ هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون لري.

ویل کېږي په دې غونډه کې به ګډونوال پر هغو ګډو موضوعاتو بحث وکړي چې ت.البانو سره پرې تعامل اړین دی او وبه لیدل شي چې د دې تعامل لپاره کومې اصولي، نوې او انعطاف پذیره لارې چارې ټاکل کېدای شي.

د معلوماتو له مخې، غونډه کې به د ت.البانو د پالیسو په اړه، پر موجودو نړیوالو اندېښنو او راتلونکي کې د دې ډلې د چلند د بدلېدو پر انګېزو بحثونه وشي.

غونډې ته د چین، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، انګلستان، امریکا او ازبکستان استازي بلل شوي دي.

ت.البانو په دې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه نه ده ترلاسه کړې، خو سرچینې وایي یو پلاوی به یې په دوحه کې وي او د ځینو هېوادونو له استازو سره د کتنو فرصت به هم ولري.

افغانستان کې دننه او بهر د دوحې د غونډې په اړه بحثونه را پورته شوي او ډېر فعالان نیوکه کوي چې دې غونډه کې د افغانو ښځو په ګډون چاته بلنه نه ده ورکول شوې.

همداراز په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیل شوي کمپاین په لړ کې ډېری افغانان له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې د ت.البانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

که څه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي معاونې آمنه محمد ویلي ؤ چې غونډه کې به د ت.البانو د رسمیت پېژندلو اقدامات ارزول کېږي، خو د ملګرو ملتونو ویاند دا څرګندونه رد کړه او ویې ویل چې د ت.البانو د رسمیت پېژندنې په اړه به هېڅ ډول بحث نه کېږي.

#Afghanistan #DohaMeeting #Doha #دوحه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه