ويب ډیسک
د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار کې يو ماشوم له امنیتي چک پاینټ د تېرېدو پر مهال ډزو کې وژل شوى دى.
د عادل په نوم د دغه ماشوم پلار چې د ننګرهار حوزوي روغتون کې دنده لري، پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د جلال اباد ښار د اوومې حوزې اړوند زېړانو سیمه کې شوې.
هغه ویلي “که څه هم څرګنده نه ده چې زوی مې د چا پر ډزو کې وژل شوی، خو امنيتي ځواکونو راته ويلي چې د ريکشا سپرو وسله والو له لوري وژل شوی دی.”
د اوومې امنيتي حوزې امر قاري سيد عالم هم ویلي چې ډزې د ريکشا سپرو وسله والو له لوري شوي دي.
خو د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکو بیا ادعا کوي چې ګواکې دغه ماشوم د طالبانو لخوا ویشتل شوی دى.


