دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کندز د امام صاحب ولسوالۍ په جومات کې چاودنې ۳۳ تنه...

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په جومات کې چاودنې ۳۳ تنه وژلي

ويب ډیسک

د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند مولوي سکندر ديني مدرسه کې سخته چاودنه شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ اپریل ۲۲ (غوایي دوهمه) وویل چې د کندز ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ په جومات کې په نني برید کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس مولوي مطيع الله روحاني امريکا غږ ته وويل چې دغه چاودنه نن جمعه شاوخوا څلوربجې په دغه مدرسه کې رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د بشري مرستو تنظیم کوونکي رامز ال اکبروف د کندز په جومات باندې د جمعې د ورځې وحشیانه برید کلکه غندلی او سخت خپګان یې څرګند کړی چې څه دپاسه ۲۳ تنه په کې وژل شوي دی.

د رپوټونو له مخې د اهل تسنن مولوي سکندر په ديني مدرسه کې هره جمعه د جمعې تر لمانځه وروسته ګڼ شمير کسان راټوليږي او عبادت کوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې او یا کس ددغې برید پړه نده منلې. خو تر دې وړاندې ددغه ډول پیښو مسولیت د داعش – خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پنجشنپې په ورځ په مزارشریف ښار کې د «سه دوکانه» په نوم د اهل تشیع په یو جومات کې چاودنه شوی وه چې په بلخ ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس مولوي ذبیح الله نوراني په وینا په کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې په مزار شریف کې د شعیه مذهبو په جومات کې چې چاودنه دوي کړ ده.

همداشان د سې شنبه په سهار اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) د کابل په لویدیځ کې د «عبدالرحیم شهید» په نوم یوې دولتي لیسې څخه د زده کوونکو د رخصتېدو پر مهال چاودنه شوی وه چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په وینا په کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي وو.

داعش په کندز کې په یو جومات باندې د پنجشنبې د ورځې د ورته برید مسولیت هم منلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه