ویب ډیسک
د افغانستان د غالۍ اوبدونکو او صادرونکو ټولنې مسؤلین وايي، افغاني غالۍ به د چین په شانګهای نړیوال پنځه ورځني وارداتي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.
دغه نندارتون چې نن پیلیږي د افغانستان له ادرسه به په څلورو غرفو کې افغانۍ قالینې او وچې میوې نندارې ته وړاندې شي.
د دې ټولنې مسؤلینو همداراز ویلي، چې په دې نندارتون کې به د افغانستان په استازيتوب څلور شرکتونه ګډون وکړي چې بېلابېلې قالینې به نندارې ته وړاندې شي.
دغه ټولنې دا هم ویلي، چې په دې وروستیو کې د غالۍ اوبدونکو شمېر د هغه ښځو په ګډون چې خپل ژوند په همدې پېسو چلوي ډېر شوی او د غالیو صادرات هم ۲۵ سلنه زیات شوي دي.


