دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاحمد شاه مسعود، څنګه ووژل؟

احمد شاه مسعود، څنګه ووژل؟

احمد شاه مسعود د پنجشير په دره كې زوكړې دى. له اره د تاجکستان د کولاب دى. خو نيكونو يې د افغانستان د پروان ولايت پنجشير درې ته راوكوچېدلې.

مسعود، د پلار د دولتي دندې له له امله پدې و نه تواندې چې سمې زده کړې وکړي، ځکه چې کال به یې په یو ولایت کې وو، نو بل کال به په بل ولایت ته د بدلون له لامله تلو.

منځنۍ زده کړې یې د استقلال په لېسه کې ترسره کړي. دا وخت د استقلال لېسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو لخوا اداره کېده، چې په همدغه لېسه کې د لومړي ځل لپاره مسعود د فرانسوي څارگرو په لومه کې پرېوځي، او د لوړو زده کړو لپاره د کاپل پولې تخنیک د پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځي ته ور وپېژندل کېږي.

د ۱۹۹۹م کال په اګست کې د طــ د مشر پر هستوګنځي برید وشو چې د هغه د دوو وروڼو ، ملا عبدالخالق او ملا عبدالسلام په شمول ګڼ شمیر نور طالبان هم ورکې مړه او ژوبل شول.

دا برید په داسې مهال کې تر سره شو چې د ط او د احمد شاه مسعود په مشرۍ د هغوی د مخالفینو(شمالې ټلوالې) ترمنځ د کابل او هیواد په شمال کې خونړۍ جګړې روانې وې، خو د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې د یاد برید په طراحي کې د داخلي مخالفینو په ځای بهرنۍ کړۍ ښکیلې وي.

لنډه دا چي د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په ۱۸مه د یکشنبې په ماسپښین د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې هماغه د استاد سیاف په معرفت ورلیږل شویو دوو تنو ژورنالیست ډوله عربانو سره د مرکې په مهال احمد شاه مسعود ووژل شو.

سره له دې چې هغه مهال په پوځي لحاظ د احمد شاه مسعود وژنه د ط لپاره لویه بریا ګڼل کیده، خو ط له هغه وخته تر اوسه پوري د مسعود وژنې په اړه هیڅ ډول غبرګون نه دی لرلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه