دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې نږدې ۵۰ سلنه راډیوګانې غیر فعالې شوې دي.

افغانستان کې نږدې ۵۰ سلنه راډیوګانې غیر فعالې شوې دي.

ویب ډیسک

سږ کال د راډیو نړیواله ورځ داسې حال نمانځل کېږي چې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ “نی” په وینا، نږدې ۵۰ سلنه راډیوګانې دغه هېواد کې غیر فعالې شوې دي.

د “نی” بنسټ موندنې ښيي چې افغانستان کې له ۳۰۷ راډیوګانو څخه اوس تر ۱۷۰ کمې راډیوګانې فعالې دي.

که څه هم تېرو شلو کلونو پر مهال افغانستان کې ګڼ شمېر راډيوګانې جوړې شوې او معلوماتو د لاسرسۍ برخه کې يې مهم رول ولوباوه خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر رسنيو د ډېر محدوديتونو له امله نيمايي ټلوېزيونونو، راډيوګانو او ازادو چاپي رسنيو خپل فعاليتونه بند کړل.

“نی” د دې راډیوګانو د بندېدو لامل “هېواد کې اقتصادي ستونزې او ننګونې” یادې کړې دي.

د فبروري ۱۳مه د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونیسکو) لخوا د راډیو نړیواله ورځ نومول شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه