دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهترکيه کې د زلزلې له امله ويجاړو شويو ودانيو څخه د غلا...

ترکيه کې د زلزلې له امله ويجاړو شويو ودانيو څخه د غلا په تور ۴۰ کسان نيول شوي

ويب ډیسک

ترکي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پولیسو د زلزلې له امله ویجاړو شویو ودانیو کې د غلا په تور ۴۰ کسان نیولي دي.

يادو رسنيو نن يکشنبه د سلواغې ۲۳مه راپور ورکړی چې چې له دغو کسانو څخه نغدې پيسې، ګاڼې، بانکي کارټونه او وسلې هم ترلاسه شوي دي.

په ورته مهال په دوو جلا پېښو کې د جرمني دوو مرستندويه ډلو په زلزله ځپلو سيمو کې د امنيتي اندېښنو له هغې ډلې د مرستندويه کارکوونکو پر لوري د ډزو د راپورونو د خپرېدو له امله خپل فعاليتونه ځنډولي دي.

د اتریش د پوځ یوې مرستندویه ډلې هم خپل کار درولی و، خو وروسته یې د ترکیې د پوځ تر ساتنې او څار لاندې کار ته دوام ورکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه