ويب ډیسک
د طالبانو تر کنترول لاندې طبي شورا وايي چې د طب د ښځينه فارغانو دولتي ازموینه (EXIT) ازموینه یې د «اړینو فزیکي تسهیلاتو د کمي» او د «متقاضیانو د زیاتوالي» له امله ځنډولې ده.
د یادې ادارې له لوري خپور شوي مکتوب کې ویل شوي، چې د ښځینه دولتي ازموینه به «به ډېره ژر» واخیستل شي او تاریخ به ورته مشخص شي.
طبي عالي شورا همدارنګه ویلي، د طب د نارینه فارغانو ازموینه به د دلوې په ۲۹ نېټه واخيستل شي.
طالبانو له دې وړاندې هم کانکور ازموینه کې نجونو ګډون منع کړی ؤ.


