ويب ډیسک
د جمهوري نظام لومړی مرستيال امرالله صالح ترکیې او سوریې کې زلزلهځپلو سره نړيوالو مرستو ته په اشارې وايي، که بشردوستانه مرستې د تياره جيو پوليټکل ملاحضاتو پورې اړوندې نه وي، نو ولې سوريې سره د زلزلې له امله نغدي مرستې نه کېږي؟
ښاغلي صالح زياته کړې، ښايي وويل شي چې نغدې مرستې به د اسد رژيم پياوړی کړي، نو بيا څنګه طالبانو ته هره اونۍ ۴۰ ميليونه ډالر ورکول دغه ډله نه پياوړې کوي؟
امرالله صالح داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې ترکیې سره تر دې دمه د زلزلې له امله د بېلابېلو هېوادونو له لوري نغدي مرستې شوي، خو سوريې سره بيا د ځينو څو محدودو هېوادونو پرته د پام وړ نغدي مرسته نه ده شوې.
تېره دوشنبه سهار د زلزلو سختو ټکانونو د ترکيې مرکزي او د سوريې شمال لويدځې څنډې ولرزولې چې له امله يې تر دې دمه څه باندې ۲۳ زره تنه وژل شوي.


