ویب ډیسک
شمالي وزیرستان کې پر هغه موټر چاودنه شوې چې یو ټپي شوی پولیس افسر یې روغتون ته لېږدوه.
د معلوماتو له مخې پرون مازیګر څلور بجې، د امینالله په نوم پر یوه پولیس افسر خپل کور کې دننه برید شوی ؤ. نوموړی له ټپي کېدو وروسته یوه موټر کې روغتون ته لېږدول کېده چې پر موټر چاودنه شوې او ۸ تنه په کې ټپیان شوي دي.
پاکستاني پولیسو منلې چې ټپيانو کې دوه مېرمنې هم شته.
دوه ورځې مخکې ټانک سیمه کې هم د پولیسو پر یوه پوسته ۱۵ وسلهوالو برید کړی ؤ چې د پولیسو په وینا پنځلس دقیقي دوام یې وکړ، او بریدګر یې په شا وتمبول.


