ويب ډیسک
د ترکیې او سوریې له زلزلې نږدې سل ساعته وروسته، د وژل شویو شمېر ۲۱ زرو ته ورسېد او ښايي د تلفاتو شمېر له دې لوړ شي، ځکه لا هم زرګونه تنه د پرځېدلو ودانیو لاندې بند دي.
سړې هوا او د سوریې ځينو سيمو کې د مخالفو وسلهوالو فعاليت د ژغورنې د عملیات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د مرستو لومړۍ جوپه سوریه کې د مخالفو وسلهوالو تر واک لاندې سیمو ته هم رسېدلې ده.
#TurkeyEarthquake #SyriaEarthquake


