ويب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو له لوري په کانکور ازموينه کې د افغان نجونو پر ګډون د بنديز پرېکړه “ديکتاتورانه او جاهلانه” بللې ده.
خليلزاد چې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ او افغانانو ته یې ډاډ ورکړ چې طالبان بدل شوي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې به خوندي وي، اوس وايي چې د دې ډلې د ژمنو خلاف ښکاري چې د ښځو پر تحصيل د بنديز پرېکړه يې لنډمهالې نه ده او د دې پرېکړې بېرته اخيستو لپاره نيت نلري.
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت تېره ورځ د هېواد لوړو زدهکړو خصوصي مؤسسو ته استول شوي مکتوب کې وويل، چې د ۱۴۰۲ لېږديز لمريز کال کانکور ازموينه کې د نجونو د ګډون نوم ليکنه تر بل امره پورې بنده ده.
زلمی خليلزاد وايي، دا پرېکړه د ښځو پر تحصيل د منعې مخکیني فرمان ته نور هم زیان رسوي او د افغانانو ستونزې به لا هم زياتې کړي.
افغانستان کې د نجونو پر ثانوي زدهکړو له بنديزه ۵۰۰ ورځې تېرېږي.
ملګرو ملتونو، نړيوالې او اروپايې ټولنې، د مصر الازهر، اسلامي هېوادونو او د اسلامي نړۍ د علماوو شورا د افغان نجونو د تعليم او تحصيل اړوند د طالبانو دغه پرېکړې په کلکه غندلي او د لغوه کېدو غوښتنه يې کړې ده.


