دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپټان اؤ شارخ خان

پټان اؤ شارخ خان

لیکنه: رفيع الله خان

پښتانه اکثر وخت په تاريخي اؤ کلتوري مغالطو کښې پراته ښکاري ۔ اؤ همېشه خپل نجات اؤ برے د بل د مټ اؤ قلم په زور کښې لټوي اؤ ورته په دغه هسه ژوند تېروي ۔ د دې وروستے مثال د شارخ خان د پټهان فلم اؤ د هغه يؤ عکس , چې د موکوليکا بېنرجي کتاب “دي پټهان ان آرمډ” ئې په لاس کښې دے , ليده اؤ مونده شي ۔ دا عکس خو ئې په خصوصي ډول د پښتنو د فېسبک په والونو ډېر خور شو ۔ د شارخ د ستائينې نه علاوه په کښې د موکوليکا د ريسرچ د پس منظر هم ذکر شوے دے ۔ دغه شانې چا د انډيا د پښتنو پله د مثبتې روئې هم داسې وضاحت کړے دے چې د پاکستان پښتون دشمنه اپروچ ورسره موازنه کړي ۔

خو دا هر څه د پښتنو کم از کم دوه کمزوري اړخونه راڅرګندوي ۔ اول , چې شارخ خان اؤ ډاکټرموکوليکا دواړه بل فريقه خلک دي ۔ د يؤ به پلار نيکه پښتانه وو خو هغه په خپله د موجوده پښتون وګړي سره د کلتوري لحاظه هغه رېشه نه لري کوم چې يؤ سړے د دې قام حصه جوړوي ۔ اؤ دغه رنګه حال د محترمې بېنرجي دے ۔ نو لکه د خپل عادت نه مجبور اؤ په خپله شنډه اؤ بې معنې قامي کردار ناخبره پښتون يؤ ځل بيا سينه ډبول شورو کړل چې اؤ زه خو هم څوک يمه ۔ مونږ ټول د بل په فکر اؤ ليک کښې خپله قامي نمائندګي اؤ بيانيه وينو اؤ ګورو ۔ خو په خپله رانه داسې يؤ کار نه کېږي چې هغه مونږ په ډاډ زړه د دنيا سره شريک کړو ۔ اؤ که څه کوو هم نو يو بل ته قيصې اؤ بيانيې ۔

زما د خبرې دوئم اړخ تاريخي مغالطې دي ۔ په هندوستان کښې پښتانه څومره درانه دي ? په نننو پوسټونو په دې حقله يؤ پازيټيو تأثر موندلے شي ۔ وائي هلته پشمول د فلم انډسټرۍ پښتنو ته درناوے لرلے شي ۔ کېدے شي د څه سياسي مصلتونو يا تاريخ څه اثر داسې وي ۔ خو په پراخه پېمانه دا دليل وئيل سندونه په ګرانه لرلے شي ۔ آيا د ټېګور د ډرامګۍ “کابلي واله” نه دا نه برېښي چې د پښتون اېمېج څه وو د هند په وګړي کښې ? زما سره ئې بل دغه شانې ثبوت د حېدرآباد دکن د نوابانو يؤ دستورالعمل دے چې د افغان/روهېله په دغه رياست کښې د داخيلېدو , استوګنې , کاروبار اؤ مومنټ په حواله په کښې داسې ضابطې دي چې د پښتون د سوبالټرېنېټي اؤ دوي پله د هند د وګړي اؤ ايليټس د رويو ترې يؤ منفي تصوير جوړېږي ۔ نور ډېر داسې مثالونه هم وړاندې کېدلے شي لکه که څوک د هند د نن دور د اردو مزاحيه مشاعرې واؤري ۔

په کار خو دا ده جې دلته پښتو ويونکي په ځان کښې لکه د شارخ اؤ بېنرجي غوندې خلک پېدا کړي ۔ څومره پښتنو په يورپ اؤ امريکه کښې ډګرۍ ترلاسه کړي خو لکه د “پټهان ان آرمډ” کتاب رانغلو چې آکسفرډ يونيورسټي پريس ئې بار بار چاپ کړي ۔ خپله مقدمه په خپله  وړاندې وړلو ته اړتیا ده ۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه