دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه ده

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه ده

ويب ډیسک

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه ده او پر ۴ ميليونه وګړو يې اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) ويلي، په دې شمېر کې د شديدې خوارځواکۍ ۸۷۵ زره ماشومان، ۲.۳ ميليونه د نسبتاً متوسطې ځوارځواکۍ لرونکي ماشومان او همداراز ۸۴۰ زره بارداره مېرمنې شاملې دي.

دغه دفتر له دې وړاندې ويلي ؤ، افغانستان کې اقتصادي کړکېچ، اقليمي بدلون، لوږې او د نښتو اغېزې د دې لامل شوي چې اړتياوې ډېرې شي او په روان زېږديز کال کې ۲۸.۳ ميليونه تنه د ژوند ژغورونکو مرستو ته اړ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه