لیکنه : زاهد الله زاهد
ژوندليک “Autobiography” په سیاست او ادب کې ځانګړی ځای لري. په روان عصر کې د سياسي رهبر لپاره ژوندليک لیکل يو ډول اړين بلل کېږي. په لر او بر افغان وطن کې په سياسي او ادبي بهير کې د ژوندليک پديده ډېره کمه ليدل کېږي خو کله چې په پښتون افغان وطن کې سیاسي مبارزه ريښې او زڼي کوي هم له هغه وخته ژوندليک ليکل هم پيل کېږي او زياتېږي.
د پښتون افغان مشاهيرو کې درې سیاسي مشاهير هر يو لکه خان عبدالغفار خان باچاخان ، استاد نور محمد تره کی او خان شهید عبدالصمد خان اڅکزئی له تیرو ټولو سياسي اتلانو څخه په دې هکله ممتاز دي چې د دوی ږدل شوي سياسي بنسټونه اوس هم دومره قوي دي چې د پښتنو افغانانو د ژوند او تهذيب مينار ورباندې درېدلی او رغېدلی شي.
خان شهید عبدالصمد خان اڅکزئی د پښتون افغان د سياسي مشاهيرو يو جدي څهره او لارښود دی چې د پښتون قامي تحریک او نهضت باندې ډېر ژور چاپ پرې ايښی. خان شهید عبدالصمد خان اڅکزئی يو له هغو سياسي رهبرانو څخه دی چې خپل ژوندليک يې “زما ژوند او ژوندون” په نوم ليکلی چې د ده د ليکل شويو او ژباړل شويو اثارو څخه يې تر ټولو زيات ارزښتناک اثر بلل کېږي.
خان شهید خپل ژوندليک څه وخت ليکلی؟ خان شهید خپل ژوندليک چيري ليکلی؟ خپل ژوند يې څومره ليکلی؟ آيا د خان شهيد ژوندليک بشپړ ليکل شوی که يا نيمګړی دی؟
دا هغه پوښتنې دي چې لوستونکی د خان شهید پښتو کې زما ژوند او ژوندون ولولي نو پورتني پوښتنې سترګو ته درېږي.
خان شهید (۱۹۰۷/۱۹۷۳) ټول ۶۶شپږشپېته کاله ژوند کړی. خان شهید خپل ژوندليک د ملتان په جېل کې په کال ۱۹۵۹ کې پيل کوي او تر ۱۹۶۰ پورې په يو کال کې په درې ټوکه کي خپل دريم زوی محمود خان اڅکزي ته له جېل څخه لېږي او له دې وروسته نور څه نه ليکي. دا هغه وخت دی چې د خان شهید ۵۳ درې پنځوس کاله عمر وي او ۱۳ ديارلس کاله وروسته ناګهانه په شهادت رسېږي. په دې دیارلس کلونو کې خان شهید خپل ژوندليک نور ولې نه دۍ ليکلی او که يې ليکلی وي نو ولې نه دۍ چاپ شوی، دا مالومه نه ده.
خو د خان شهید د شهادت څخه پوره ۳۱يو دېرش کاله وروسته د پروفيسر غني خان غنو په زيار د خان شهيد ژوندليک د “زما ژوند او ژوندون” په نوم په درې ټوکه کي کال ۲۰۰۴ کې چاپ کېږي او د سياسي غړو تر منګولو رسېږي.
د خان شهيد ژوندليک د زېږون څخه نيولې تر کال ۱۹۳۸ پوري په دېر تفصيل سره هراړخيزه د ماشومتوب ، زدکړې ، کور ،کورنۍ ،د کور ټبر تاريخي پس منظر ، د برټش بلوچستان سياسي او ټولنيز منظرکشي ، د پښتنو انتروپولوجي او د سوشيالوجي ذکر په ډېره روانه ژبه کوي او په ځانګړي توګه د خپلې سياسي مبارزې حالات او واقیعتونه له ۱۹۲۸ څخه نيولې تر ۱۹۳۸ پوري قلمبند کوي او ځينې دېر کم تاريخي یاداښتونه په لنډه توګه چې تر ۱۹۶۰ پوري رسېږي ،ليکي خو په تسلسل او منظم ډول دغه ژوندليک ۱۹۳۸ پوري واقیعتونه په خپل غېږ کې رانغاړي چې دا يوازي د خان شهيد د ځوانۍ د يوې لسيزي یاداښتونه دي.د ۱۹۳۸ څخه نيولې ۱۹۷۳ تر شهادته پوري شاوخوا ۳۵پنځه دېرش کاله د خان شهيد د ژوند تر ټولو مهم او ځانګړي دوره ده ،کوم چې نه دي ليکل شوي او که ليکل شوي وي نو بيا په يو ډول له منځه تللي دي.
په ۱۹۳۸ کې خان شهید يوازې د ۳۱يو دېرش کلونو وي او يوازې ماشومتوب او يوه لسيزه ژوند يې په درې ټوکه کې ليکلي دي ،ګومان دا کېږي که چېري خان شهید په همدې تسلسل سره د خپل ژوند پاته درې لسيزې ليکلي وای نو هرومرو به د خان شهيد ژوندليک پنځه شپږ ټوکه وای.
دوهم ځل د خان شهيد ژوندليک په اوکرایني ژبه په
“Моє життя та часи, автобіографія Абдула Самада Хана Ачакзая”
نوم وژباړل شو او په ډېر ښه صحافت په کال ۲۰۱۸ کې خپور شو.
دريم ځل د خان شهيد ژوندليک په انګليسي ژبه په
“My Life And Times , An Autobiography of Abdul Samad Khan Achakzai”
نوم د خان شهيد مشر زوی پخوانی ګورنر محمدخان اڅکزي لخوا وژباړل شو او کال ۲۰۲۲ کې خپور شو.
کله چې د خان شهيد ژوندليک په انګليسي ژبه کې چاپ شو نو هغه يې په ډېر ښه صحافت مختصر ډول Precised ترتيب کړی او ۱۹۳۸ څخه نيولې بيا تر ۱۹۷۱ کاله پوري يې د خان شهيد خپل ليکل شوي ختونه ،ويناوي او نور تاريخي یاداښتونه ، چي د پاته عمر واقیعتونه او تاريخي پېښو سره تړاو لري ورسره يوځای کړي دي او په دې توګه د خان شهيد ژوندليک چې کومه نيمګړتيا په پښتو کې درلوده هغه نيمګړتيا يې په انګليسي ژباړه کې له منځه يوړه او د خان شهيد ژوندليک په بشپړه ډول تر ولس او قام ورسېدل.
د خان شهيد ژوندليک د بلوچستان(برټش بلوچستان ) ،او بلوڅ ریاستونو کې د سیاست او صحافت پدیده سنجولو کې بنسټيز رول لري. که يو خوا د سياسي نهضت بنسټګر بلل کېږي بل خوا يې په پښتون قامي تحریک کې د نوي او جدي سياسي اصطلاحاتو/ګړنو سره متبادل سياسي نظريه ورکړي او د پښتون نیشنل ازم يې ځانګړي تګلاره او کړنلاره په ګوته کړي.
په پای کې د يوې خبرې یادونه اړينه ګڼم هغه دا چې که يو سياسي غړی د خان شهيد ژوندليک ولولي نو هغه به د محکومه پښتونخوا او بلوچستان د تېر سياسي ارتقا درست ادراک وکړي.


