ويب ډیسک
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس نن سې شنبه د لوګر امنیه قوماندانۍ مسؤلینو له قوله ویلي چې دغه ترافیکي پېښې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوي دي.
د طالب چارواکو په وینا دغه ترافیکي پېښې د «تیري کوتل» او «غیرت اباد» په نوم سیمو کې رامنځته شوي دي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو لوی لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د لارو خرابولی بلل کیږي چې له امله ورته مرګونې پيښې رامنځته کیږي.


