لیک: علی شیرانی
ماشومانو ته نصیحت هغه وخت کوئ چې کله پوه شی د ماشومانو مزاج/تبه اوس د نصیحت د قبلولو (receptive mood) په حالت کښې دي، څېړنکاران لیکي چې په ۲۴ س اعته کښې څلور وخته داسې دي چې د ماشومانو مزاج په receptive mood کښې وي، که موږ په هغو وختونو کښې ماشومانو ته نصیحتونه وکړو هغه نصیحتونه به د ماشومانو په ذهن کښې ځای جوړ کړي.
۱. کله چې ماشومان د شپې له مخې ویدېږي هغه وخت ماشومان د زده کړې په حالت (learning mood) کښې وي، ځکه چې د ویدېدلو په وخت ماشومان خواهش لري چې موږ ته یوه کیسه وکړل سي، دغه وخت هرکله میاندې خپلو ماشومانو ته د ځنګله د خونخوارو حیوانانو یا د بلاګانو دېوانو کیسې کوي، ځکه ماشوم بیا د ځنګلي حیوانانو یا د بلاګانو څخه هرکله وېریږي که چرې په دا وخت کې میاندې خپلو ماشومانو ته ښې تعلیمي ادبي کیسې یا هغه کیسې چې په ماشومانو کې ویره ختموي او یا په ماشومانو کشې د باور (confidence) کچه زیاته وي که میاندې ماشومانو ته داسې کیسې وکړي ښه به وي.
۲. کله چې ماشومان له موږ سره په ګاډۍ کې یا په موټر سائیکل باندې سفر کوي هغه وخت هم ماشومان په learning mood کښې وي، دا وخت ماشومان له خپل پلار څخه ډول ډول پوښتنې کوي چې بابا دا چښ دئ هغه چښ دئ دا څله دئ هغه څله داسې دئ، پکار دی چې موږ د ماشومانو د هر سوال ځواب ښه سم سم ورکړو خو موږ اکثره وخت ماشومانو ته په غصه شو او کوشش کوو چې ماشومان پټه خله کړو، د زدکړې د پاره ماشومانو ته هم دا وخت بیخي ارزښتناکه وي، خو له بده مرغه موږ دوی ته د زدکړې په وخت کښې په غصه شو او ماشومان پټه خله کړو.
۳ کله چې ماشومان د ډوډۍ خوړلو په وخت په دسترخوان درسره کښېني هغه وخت هم ماشومان په learning mood کښې وي ډېری سوالونه کوي هغه وخت هم موږ د ماشومانو د ذهن سازۍ په خاطر ښه ښه نصیحتونه کولی شو.
۴ کله چې ماشوم رنځور (بیمار) شي د څېړنکارانو په وینا چې هغه وخت هم ماشوم په learning mood کښې وي د رنځورۍ په وخت کښې د ماشوم ذهن ته ویره او ډېری سوالونه راځي چې د رنځورۍ په حالت کښې ماشوم ته کوم هم نصیحت او باوري ویناوې وشي هغه نصیحت او ویناوې د ماشوم په ذهن کښې نقش شي.
موږ ته پکار ده چې موږ ماشومانو ته په ذکر شوي څلورو وختونو کښې نصیحتونه او ښې باوري ویناوې وکړو، بې وخته نصیحتونه په ماشومانو هيڅ اغېز (اثر) نه کوي.


