دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، د ملګرو...

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، د ملګرو ملتونو مرستې دوام نه شي کولی

ويب ډیسک

بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږوونکي مارتین ګریفتس ویلي، که د طالبانو لخوا د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، د ملګرو ملتونو مرستې دوام نه شي کولی.

مارتین ګریفیتس افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د څه باندې ۲۸ میلیونو وګړو د مرستو برابرولو ظرفیت ته یو ګوزار بللی او ویلي یې دي چې د دغه کړکېچ په اړه د خبرو اترو لپاره به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.

ګریفیتس د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو مشرتابه پر ژمنو تکیه نه شي کولای، ځکه طالبان واک ته له رسېدو وروسته د ښځو حقونو د ملاتړ برخه کې له خپلو ژمنو شاته شوي دي.

مارتین ګریفیتس همداراز د ملګرو ملتونو له نغدي مرستو د طالبانو د ناوړه استفادې احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې دا مرستې تر کلکې څارنې لاندې او د ټاکلو موخو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا د ښځو پر تحصیل او کار له بندیز وروسته د افغانستان بانک هم د مرستو د ترلاسه کولو په اړه خبر نه دی ورکړی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه