سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغور ولایت کې محکمې د ملي تلویزیون یو خبریال، یوه پخوانۍ...

غور ولایت کې محکمې د ملي تلویزیون یو خبریال، یوه پخوانۍ ښځینه ویانده او یو بل کارمند په زندان محکوم کړي

ويب ډیسک

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړی، چې د طالبانو یوې محکمې غور ولایت کې د ملي تلویزیون یو خبریال، یوه پخوانۍ ښځینه ویانده او یو بل کارمند په زندان محکوم کړي. ویل شوي، دغه ښځینه کارمنده په دوه میاشتې بند محکومه شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خبرپاڼې کې خبر ورکړی، چې د طالبانو یوې محکمې د غور مرکز فیروزکوه کې د ملي تلوېزیون یو خبریال، یوه پخوانۍ ښځینه ویانده او یو بل کارمند د جعلي اسنادو جوړولو په تور په زندان محکوم کړي دي.

یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې دغه محکمه د تېرې پنجشنبې پر ورځ شوې، چې یو خبریال او د ملي تلوېزیون اداري مدیر په ۱۸ میاشتې او یوه پخوانۍ ښځینه ویانده په دوه میاشتې بند محکوم کړای شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپلې خبرپاڼې کې د دغو کارکوونکیو نومونه نه دي یاد کړي. ویل شوي، چې دغه ښځینه ویانده د طالبانو له واکمنۍ وروسته بې دندې وه او غوښتل یې پېژندپاڼې کې خپل نوم بدل کړي چې له همدې امله یې د غور ملي تلوېزیون ته غوښتنلیک ورکړی و.

سرچینې ویلي:« د رادیو تلوېزیون دوو کارکوونکیو د پخوانیو همکارانو په عنوان خپل نوي نومونه تائید کړي او د ادارې آمر هغه مهر کړي هم وو؛ خو د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې د نومونو له توپیر وروسته امنیې قومندانۍ ته خبر ورکړی و.»

پر افغانستان د طالبانو له دویم ‌واري واکمنېدو راوروسته دغې ډلې پر رسنیو بېلابېل بندیزونه لګولي، چې دا د بیان له ازادۍ سرغړونه بلل شوې ده، چې له امله یې ډېر شمېر خبریالان او ښځینه ویاندویانې بې دندو شوي او له کارونو ویستل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغې هېواد کې د رسنیو او خبریالانو پر بد وضعیت اندېښنه څرګنده کړې. دغې بنسټ په تېر ۲۰۲۲ ز کال کې د رسنیو د ازادۍ سلبولو، تر ګواښ لاندې، زنداني شویو او له هغوی سره د بد چلن لږ تر لږه ۲۶۰ قضیې ثبت کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه