ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ دفتر (یوناما) ويلي، چې د يوناما سرپرست مارکس پوټزل او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې سره ليدلي او د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د تحصيل او کار بنديز په تړاو يې خبرې اترې کړې دي.
حامد کرزي ويلي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د نجونو پر مخ د تعليمي او تحصيلي مرکزونو د دروازو د ژر تر ژره پرانيستو، کار ته د ښځو د لاسرسي او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه د ملي مذاکراتو پر پيل ټينګار کړی دی.
د يوناما سرپرست همداراز تېره ورځ د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره وليدل او د طالبانو د وروستيو اقداماتو د تجديد غوښتنه يې وکړه.
د طالبانو لخوا پر افغان ښځو د تحصيل او کار بنديز په پايله کې بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو غبرګونونه ښودلي او ويلي یې دي، چې دغه اقدامات ګواښوونکې پايلې لري او د دې لامل ګرځي چې ميليونونو افغانانو ته زیان ورسېږي.


