سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمتقي وايي :پاکستان دي موږ ته د ورور او سیال په سترګه...

متقي وايي :پاکستان دي موږ ته د ورور او سیال په سترګه وګوري.

ويب ډیسک

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پاکستان ته ویلي چې د پولي دواړو خواوو ته جګره او د ستونزو را مینځته کول د دواړو هیوادونو په ګټه نده. هغه تینګار کړی چې پاکستان دي موږ ته د ورور او سیال په سترګه وګوري.

متقي په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستاني او افغان پوځیانو ترمنځ د وروستۍ سرحدي نښتي په اړه غبرګون ښودلی دی.

متقي نن یک شنبه د «مالي جرایمو د معافیت» په کنفرانس کې چې یو شمیر نورو طالب چارواکو هم ګډون درلود، په خپل وینا کې یې په دیر جدیت سره زیاته کړل چې د افغانستان او پاکستان پر ګډي پولي ستونزي او د دواړو هیوادنو د پوځیانو تر مینځ جګره هیڅ کومه ګټه نلري.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي زیاته کړل:« همداسې چې موږ (طالبان) پاکستان ته د ورور او سیال په سترګه ګورو هغوی (پاکستان) دې هم موږ ته په همدې سترګه وګوري.»

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې ویلي، چې سوداګري، راکړه او ورکړه بايد د طالبانو له ادارې سره د اصولو پر بنسټ ترسره شي: «موږ منځنۍ اسيا ته ټولې ترانزيټي لارې ستاسو (پاکستان) له پاره پرانيستې دي، موږ هم باید ستاسو له لارو د لیږد حق ولرو.»

د طالبانو دا لوړ پوړی چارواکی وایې په وار وار یې له پاکستانه غوښتي چې دغه ستونزي دي د خبرو اترو له لارو حل کړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ او طالب جنګیالیو تر منځ تاوتریخوالی او سرحدي نښتو زور اخیستی، ظاهراً داسې ښکاري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
په دې تړاو پاکستاني چارواکو لا کوم غبرګون ندی ښودلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه