سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو موسسو یا نا دولتي انجوګانو ته امر کړی چې خپلې ښځینه...

طالبانو موسسو یا نا دولتي انجوګانو ته امر کړی چې خپلې ښځینه کارکوونکې دندو ته له راتلو منع کړي.

ویب ډیسک

طالبانو د شنبې په ورځ د دسمبر په ۲۴مه ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو یا نا دولتي انجوګانو ته امر کړی چې خپلې ښځینه کارکوونکې دندو ته له راتلو منع کړي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند د فرانسې خبري آژانس ته دغه نوی فرمان تائید کړی.
عبدالرحمن حبیب ویلي« د دغو ښځینه کارکوونکو اسلامي حجاب نه مراعت کاوه او تر امر ثاني پورې به د دغو ښځینه کارکوونکو کار ځنډیدلی وي.»
تر دې دمه معلومه نه ده چې دغه پریکړه به د ملګرو ملتونو سازمان عملي کړي کنه ځکه دغه سازمان په افغانستان کې تر ټولو ډیر ښځینه کارکوونکې لري.
د طالبانو دغه پریکړه وروسته له هغې کیږي چې څو ورځې مخکې یې په افغانستان کې د نجونو پر مخ پوهنتونه وتړل چې ډیر غبرګونونه یې راوپارول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه