ويب ډیسک
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د یوې ښځې په ګډون یې نهه کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
دغه کسان طالبانو د نامشروع اړیکو په تور زنداني کړي و.
د طالبانو ستره محکمه وايي، دغه ۹ تنه د خوست ولایت د ابتدایه محکمې د حکم پر بنسټ د دغه ولایت د عدلي او قضايي چارواکو او خلکو په حضور کې په درو ووهل شول.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د دغې ډلې له قاضیانو سره په کتنه کې هغوی ته د «شرعي حدودو او قصاص» پلي کولو امر وکړ. له هغې وروسته په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه نارينه او ښځې د « نامشروع اړیکو ، غلا او شراب څښلو» په تور په درو ووهل شول.
د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره طالبانو په دې وروستیو اونیو کې په عام محضر کې تورن کسان په دُرو وهلي دي.
په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د لومړي ځل لپاره طالبانو په فراه ولایت کې د خپلو جګپوړو چارواکو په حضور کې یو کس د قتل په تور په عام محضر کې قصاص کړ.


