سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچمن _سپین بولدک کې د نښتې پای

چمن _سپین بولدک کې د نښتې پای

ويب ډیسک

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د نښتې په پایله کې یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

که څه تر اوسه د دغه نښتې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو پاکستاني رسنیو د سیمه‌ایزو چارواکو په حواله راپور ورکړى، چې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو تر منځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې طالبانو پر ګډه پوله شيخ لعل محمد سیمه کې د اغزن تار بیارغونه کې مداخله وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نښتې پیل د پاکستاني پوځیانو کار بللی او ویلي یې دي چې د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې یوه معقوله لار ده، منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي.

دا په ورستیو پنځه ورځو کې دویم ځل دی چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د کندهار په سپین بولدک سیمه کې نښته کېږي.

له دې وړاندې په ورته پېښه کې ۳ تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د دغه هېواد پارلمان ته د وينا پر مهال ویلي ؤ، چې طالبانو په چمن سيمه کې د ډزو او شخړې رامنځته کېدو له امله بښنه غوښتې او اوس ستونزه حل شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه