ويب ډیسک
د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC) د چهارشنبې په ورځ د هغو ۲۰ هېوادونو نوملړ خپور کړی، چې اټکل کېږي ۲۰۲۳ کال کې به یې بشري وضعیت نور هم خراب شي.
د دغه نوملړ له مخې، سومالیا، ایتوپیا او افغانستان په ترتیب سره د هغو هېوادونو د لېست په سر کې دي چې تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان نږدې ټول وګړي په بېوزلې کې ژوند کوي.
آی آر سي وایي، افغانان د طالبانو له بیا واکمېدو وروسته څه باندې یو کال کېږي د اقتصادي ناروین سره مخ دي او طالبان هم نه دي توانېدلي چې د وضعیت ښه کېدو لپاره مثبت څه ترسره کړي.
یادې کمېټې افغانستان کې د ښځو او نجونو روان وضعیت په هکله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې افغان ښځې او نجونې ځکه غلي پاتې شوي چې د تاوتریخوالي او محدودیتونو سره مخ دي او طالبانو یې پر زدهکړو، کار، سیاسي ګډون او د ژوند په نورو برخو بندیزونه لګولي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) همداراز افغانانو سره پر مرستې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، تمه لري نږدې ۵ میلیونه افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډولونو مرستې وکړي.


