سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي، افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ...

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په داسې حال کې چې د خوراکي توکو مرستې د قحطۍ مخه نیولې، خو دا خطر لا هم له شپږ میلیونه افغانانو سره یو ګام لرې پاتې دی.

اوچا وایي، د مرستندويانو پر وخت او سخاوتمندانه مرستو سره، سږ کال يې له ٢٥ ميليونو خلکو سره لږ تر لږه يو ډول بشري مرستې کړې دي.

له دې وړاندې د دغه دفتر په وروستي راپور کې ویل شوي ؤ چې تر ۵۰ سلنه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان له اقتصادي او بشري ناروین سره مخ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه