ویب ډیسک
د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان اسلاماباد ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف سره له لیدنې وروسته یوې ګډې خبرې غونډې ته ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او دغه برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
امام علي رحمان وایي، افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځته شي چې د ټولو قومونو او لورو د منلو وړ وي او دغه برخه کې په نړیواله او سیمهایزه کچه د رغنده هڅو ملاتړ کوو.
د تاجیکستان ولسمشر همداراز ویلي، موږ تر ټولو ډېر په ځورېدلي افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو او د ملي رضایت سره لېوالتیا لرو.
که څه په دغه خبرې غونډه کې د پاکستان صدراعظم د افغانستان په اړه یادونه ونکړه خو له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د یوې خبرې غونډې پر مهال ویلي ؤ، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د صبر کاسه مخ په نسکورېدو ده او پاکستان به له نړیوالۍ اجماع پرته دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.


