سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین افغانستان کې خپلو اتباعو او بنسټونو ته له دغه هېواده د...

چین افغانستان کې خپلو اتباعو او بنسټونو ته له دغه هېواده د ژر تر ژره وتلو لارښوونه کړې ده.

ويب ډیسک

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چين بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې خپلو اتباعو او بنسټونو ته له دغه هېواده د ژر تر ژره وتلو لارښوونه کړې ده.

ياد وزارت ويلي، چې کابل کې تېره ورځ پر يوه هوټل د بريد په پایله کې ۵ تنه چينايي وګړي ټپپان شوي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينبن نن سه‌شبنه په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې حکومت يې له طالبانو د يادې پېښې په اړه د جدي پلټنو غوښتونکی دی.

تېره ورځ وروسته له غرمې د کابل په شهر نو کې پر يو هوټل بريد وشو، چې د طالبانو په وينا بريد د درې بريدګرو له وژلو وروسته پايته ورسېد.

خو تېره ورځ ناوخته د کابل ايمرجنسي روغتون بيا خبر ورکړ چې د ياد بريد په پايله کې دوی ته ۲۱ ټپيان لېږدول شوي، چې ۳ تنو يې مخکې له رسېدو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه