سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمنظور احمد پښتین وایي، طالبانو په خوست ولایت کې د احسان سعادات...

منظور احمد پښتین وایي، طالبانو په خوست ولایت کې د احسان سعادات په نوم د دغه غورځنګ یو غړی نیولی دی

ویب ډیسک

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) مشر منظور احمد پښتین وایي، طالبانو په خوست ولایت کې د احسان سعادات په نوم د دغه غورځنګ یو غړی نیولی دی.

ښاغلي پښتین نن سې شنبه ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۲) پر خپل رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې احسان سعادات له پوهنتون څخه د فراغت مراسمو پر مهال پر خپلو کالیو د «پي ټي ایم» لیکلو په تور نیول شوی دی.
هغه د احسان سعادات د ژر تر ژره را خلاصولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې: “د خوست سیمې د پی ټی ایم یو تکړه په وطن مئین ځوان احسان سعادات دوه ورځې وړاندې طالبانو په دې تور نیولې دې چې د پوهنتون څخه د فراغت په وخت دې په کالی پی ټی ایم ولې لیکلی دی.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر خبرداری ورکړی که چیري یاد کس راخوشي نشي دوی به په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په پېښور، کوټه او کراچۍ قونسلګریو مخته اعتراضي پرلت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کار کوونکو هم د احسان سعادات نیول کېدل تائید کړي دي، په خوست کې د طالبانو ځايي مسؤلینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه