ويب ډیسک
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چين بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې خپلو اتباعو او بنسټونو ته له دغه هېواده د ژر تر ژره وتلو لارښوونه کړې ده.
ياد وزارت ويلي، چې کابل کې تېره ورځ پر يوه هوټل د بريد په پایله کې ۵ تنه چينايي وګړي ټپپان شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينبن نن سهشبنه په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې حکومت يې له طالبانو د يادې پېښې په اړه د جدي پلټنو غوښتونکی دی.
تېره ورځ وروسته له غرمې د کابل په شهر نو کې پر يو هوټل بريد وشو، چې د طالبانو په وينا بريد د درې بريدګرو له وژلو وروسته پايته ورسېد.
خو تېره ورځ ناوخته د کابل ايمرجنسي روغتون بيا خبر ورکړ چې د ياد بريد په پايله کې دوی ته ۲۱ ټپيان لېږدول شوي، چې ۳ تنو يې مخکې له رسېدو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.


