سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۸ افغان لوبغاړي IPL ته بختونه ازمایي

۸ افغان لوبغاړي IPL ته بختونه ازمایي

ویب ډیسک

د هندوستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د ۴۰۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې د ای‌پي‌ایل ۱۷ پړاو سیالیو کې بولۍ ته ټاکل شوي دي او لسو لوبډلو ته به واخېستل.

یاده بولۍ چې د روان کال د ډسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه ترسره کېږي په کې مجیب الرحمن، محمدنبي، کریم جنت، اظهارالحق نوید، الله محمد غضنفر، قیس احمد، نجیب‌الله ځدران او نوین الحق خپل بختونه ازمایي.

د دې ۸ لوبغاړو سربېره ۴ نور افغان لوبغاړي خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي چې راشد خان او نوراحمد به له ګجرات، فضل الحق فاروقي به سنرایزر حیدراباد او رحمان الله ګربز به له کلکتې سره ولوبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ای‌پي‌ایل ۱۷ پړاو سيالۍ به د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۶مه نېټه پیل شي.

#IPL #Afghanistan #AfghanAtalan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه