ويب ډیسک
د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د دغه هېواد پارلمان ته د وينا پر مهال وويل، چې طالبانو په چمن سيمه کې د ډزو او شخړې رامنځته کېدو له امله بښنه وغوښته او اوس ستونزه حل شوې ده.
د ډان ورځپاڼې راپور پر بنسټ، خواجه محمد اصف زياته کړې، چې د دې هېواد سرتېرو پولې ته څېرمه زيانمن دېوالونه ترمیمول، چې طالبانو د دوی د مخنیوي لپاره هڅه وکړه.
د پاکستان دفاع وزير ويلي، چې نښته د افغانستان له اړخه رامنځته شوه او په پايله کې يې زموږ ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. زموږ ځواکونو په ځوابي بريد کې ډزې وکړې او له هغې خوا هم له ۸ نه تر ۹ تنو پورې خپل ژوند بايللی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د يادې نښتې په غبرګون کې له طالبانو وغوښتل چې ضمانت دې وکړي نور داسې پېښه نه تکرارېږي.
طالبانو هم له پاکستانه غوښتي هغه کړنې چې د تاوتريخوالي سبب کېږي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغېز کوي جدي پاملرنه ورته وکړي.
د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته، د افغانستان او ګاونډ هېوادونو د پوله ساتو ساتونکو ترمنځ د نښتو پېښې ډېرې شوې دي.


