سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد محب الله محب نوې څرګندونې

د محب الله محب نوې څرګندونې

ويب ډیسک

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب د ABN په ټوېټر سپېس کې ویلي، “ورځ تربلې روښانه کېږي، چې طالبان د حکومت کولو ظرفيت نه لري.”

حمدالله محب وایي، د طالبانو ستونزه دا ده، چې په کور دننه مشروعيت ته یې شاه اړولې او بین‌الافغاني خبرو پر ځای له امریکا مشروعیت غواړي.

د جمهوري نظام دغه جګپوړي چارواکي زیاته کړې، د تېرو ۴۵ کلونو تجربو ثابته کړه چې افغانستان کې د نظام او حکومتدارۍ د جوړښت لپاره بهرنۍ کړۍ ناکامه شوې او افغانان باید خپله د هېواد برخلیک او سیاسي راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي محب همداراز ویلي، د جمهوريت پرمهال هم د چارواکو او بهرنيانو ترمنځ خبرې کېدلې، خو د خپلو افغانانو ترمنځ خبرو ته زمينه نه برابرېده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه