دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچمن_ سپین بولدک په سرحدي پوله د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو...

چمن_ سپین بولدک په سرحدي پوله د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو نښته رامنځته شوې درې کسان مړه او ګڼ شمېر ټپیان شوي

پښتو جرنل

د چمن او سپین بولدک په سرحدي پوله د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو له منځه شخړه رامنځته شوې له دواړو خواوو نه یو په بل د درنو وسلو ډزې روانې دي د لومړي رارسېدلو معلوماتو په اساس تر دې مهاله درې کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي نښته له روانه ده .

بل لور ته د چمن په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان کړل شوی ده ډاکټرانو ته ویل شوي چې په روغتونونو کې اوسېږي.

د عیني شاهدانو له قوله طالب سرتیرو په سیمه کې امنیتي پوستې جوړولې چې پاکستاني سرتیرو مخالفت کړی دی.
ويل کيږي د دواړو لورو تر منځ ډزې اوس هم روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د څه وخت لپاره د سپین بولدک ـ چمن دروازې د بندېدو راپور هم ورکړل شوی و.
تر دا مهاله د پيښې له ځایه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه