سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍمهران کریمي ناصري چې ۱۸ کاله یې د پاریس د شارل دوګل...

مهران کریمي ناصري چې ۱۸ کاله یې د پاریس د شارل دوګل هوایي ډګر په ترمینال کې ژوند وکړ په همدې ځای کې ومړ

ویب ډیسک

مهران کریمي ناصري چې ۱۸ کاله یې د پاریس د شارل دوګل هوایي ډګر په ترمینال کې ژوند وکړ په همدې ځای کې ومړ.
هغه ته په فرانسه کې د استوګنې اجازه ورکړل شوې وه خو نوموړي غوره وګڼله په هوایي ډګر کې ژوند وکړي.
د «ټرمینال» په نوم فلم د هغه ژوند پر اساس جوړ شو.
د فرانسې خبري آژانس د شارل دوګل هوایي ډګر چارواکو له قوله ویلي چې نوموړی د شنبې په ورځ د (د نومبر ۱۲ مه) د ۷۷ کلونو په عمر مړ شو.
هغه چې په الفریډ مهران مشهور و، په ۱۹۴۵ کال کې د سلیمان په جومات کې زېږېدلی و.
هغه د یوه ایراني ډاکټر او سکاټلنډۍ نرسې زوی و، چې په انګلستان کې له زده کړو وروسته ایران ته ستون شو، په ۱۹۷۷ کال کې د پهلوي په دوره کې ونیول شو او بیا له ایرانه بهر وتښتېد.
ویل کیږي چې هغه په ​​بلجیم کې د سیاسي کډوال په توګه منل شوی و، خو د خپل پلار د موندلو لپاره بریتانیا ته ولاړ او هلته یې به لاره کې خپل سندونه ورک کړل.
د لندن په هوايي ډګر کې، د اسنادو د نه درلودلو له کبله بیرته بلجیم ته واستول شو. وروسته له هغې یې هیڅ هیواد د استوګنې مسولیت وانخیست چې بلاخره په ۱۹۸۸ کې یې سفر د پاریس په شارل دوګل هوایي ډګر کې پای ته ورسید.
کلونه وړاندې یې د خپل ژوند په اړه یو کتاب خپور کړ، چې پر بنسټ یې د هالیووډ ډایرکټر سټیون سپیلبرګ په ۲۰۰۴ کال کې د ترمینال په نوم فلم جوړ کړ.
ویل کیږي چې په ۱۹۹۹ کال کې یوه فرانسوي وکیل وکولای شول چې هغه ته د اوسیدو اجازه واخلی، خو کریمي غوره وګڼله چې په هوايي ډګر کې ژوند ته دوام ورکړي. د هغه وکیل هغه مهال وویل: «هغه له وتلو ویره لري او نه غواړي چې نور له هوايي ډګر څخه ووځي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه