ويب ډیسک
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته د چمتووالي په موخه متحده عربي اماراتو ته روان شول څو هلته په لس ورځني تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي.
دغه تمریناتي کمپ به سبا د نومبر له ۱۳مې پیل او د نومبر تر ۲۱مې دوام وکړي.
د یاد کمپ له پایته رسېدو وروسته به د افغان لوبډله له سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لپاره دغه هېواد ته لاړه شي.


