لیکنه: مولانا خانزیب
کنړ د پښتونخوا وطن تاريخي سيمه ده د سکندر يوناني په وخت کښې هم د پښتنو ټاټوبی وو چې د ډېورنډ د کرښې نه وړاندې پورې د باجوړ نه تر کاپرستان پورې ېوه سيمه ګنړل شوه د هند په لور د لويو زورواکو د تللو زرګونه کاله زړه د رېښمو لار ناواپاس هم د کنړ باجوړ ترمېنځ ده.
د کنړ معنا د نورستاني ژبې په رېښه د ،ښونانو دره ېا ناؤ ، سره غوره مالومېږي په نزدې وخت کښې دا سيمه د ګنړو ځنکلو ېو جنت وو په مېنځ کښې بهاند سیندونو به دغه ننداره نوره هم ګلورينه کوله خو څلوېښت کلن ناورين د جنتي کنړ غرونه هم ټول داسې کل کړي چې اوس پې سپېره بادونه الوځي د کنړ په غرونو تر پنجاپ پورې ودانی جوړې شوي خو پخپله د کنړيانو کورونه نن هم کچه دي.
د کيراله په نامه ېو د پښتنو رياست په هند روهېلکنډ کښې وو خو دا کيراله د کنړ ولاېت ،چغسرۍ ، کښې د دوه سيندونو مېنځ کښې ېوه ګل ورينه سيمه ده چې د ، چغان غونډې ، په سر ئې تاريخي کوټ پاتي شوې ( ددغه کوټ په اړه وائل کېږي چې د زرګونو کلونو نه د سیمې د ساتنې ستره مورچه وه د کنړ مرکزي سیمه ، چغسرۍ ، هم ددغه غونډې په تړون ، چغان سرائې ، په چغسرې سره بدل شوې د بده مرغه پښتانه د خپلې سيمې د تاريخي نومونو دشمنان شوي د څه وخت نه د چغسرې تاريخي نوم په اسد آباد د اړولو هڅه کول شي چې داسې بيخي نه ده پکار ، د چغان په نامه ېوه ښاريه په پارس کښې هم ده علي احمد کوهزاد په کنړ کښې د چغان غونډې نوم د منګول چغتائي د واکمنې سره تړي چې د ، ننګر شاه ، په نامه باچا پرې د سطان بهرام او سلطان پکهل ګبري نه وړاندې د زړې زمانې په توارد کښې د واکمنۍ ستر کوټ لرلو ، په تزک بابري کښې د بابر د ېادونې داسې برېښي چې د کنړ نوم ډېر قدامت نه لري ددې سيمې قديم نوم هم چغان سرائې دې ځکه بابر دلته په بهاند سیندونو کښې د ېو سيند نوم ،پنج کور ، او د بل سیند نوم ، چغان سرائې، ېادوي کچرته دغه وخت د کنړ نوم موجود وې خامخا به ئې ېاد کړې وې ) د کيرالې نيمه سيمه د کنړ د لوئي سيند او نيمه برخه د نورستان د سيند په لور پرته ده د دواړو سيندونو د هوا ېخې چپې د کيرالې په سيمه تل خپلې وږمې خوروي.
د افغانستان دننه خو عموما د مذهبي افراطيت له خؤا د وژل شوي خلکو داستانونه ډېر وائل شي خو ، محمد صفر خواريکښ، پخپل کتاب ، د هورا تر تکبيره مخ 226 ، کښې د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ د وخت په 20د اپرېل 1979 کښې د ،کيرالې ، په کلي کښې په ېو ورځ د وژل شوي پښتنو بوګنوونکې داستان په تفصيل سره ېاد کړې تراوسه پورې شائد چې داسې څوک به په نړۍ او افغانستان کښې په تېر څلوېښت کاله کښې تراوسه نه وي پاتي چې د پردو دسيسو په مرسته ئې لاسونه تر نن پورې د خپلو افغانانو په وينه نه وي ککړ هغه که اسلام پاله ېاد شوي او که کميونسټ پال هرچا د افغانانو په وينه خپل ټټر ېخ کړې دوئې همېش غازيان او فاتحين خو افغانان همېش مغلوب او مفتوح پاتي شوي او قيسه لا سرته نه رسي.
د افغانانو په پاکستان او نور هېوادونو کښې بې عزتي چې وينو نو د ټول جهان نه مو کرکه پېدا شي دا ټول د نه ختمېدونکي غزاګانو ثمره ده.
هم دغسې د جهادي قومندانانو ، لنډه غرو ، پاټکيانو ، روسته وسلوالو ،د ظلم قيسې که څوک په تفصيل سره اوليکي نو زما په ګمان د نړۍ هر ظالم تر چنګېز خان به ترې په قبر کښې مخ پټ کړي .
زمونږ په ګاونډ کښې په ۱۹۸۸ کښې دوه غونډونه وو ېو د جمعيت اسلامي او بل د حزب اسلامي ېو ورځ دغه غونډ ته تماشې له لاړو ځنې کوټې په ځمکه کښې خخې وې ېو کليوال نه مو پوښتنه اوکړه دا د څه لپاره دي ؟ هغه وائل دا کوټې د کافرو خلکيانو ډکې دي دلته راوستل کېږي ډېر لږ خوراک څښاک ورکول شي کله چې کم ېو مړ شي بېا دغلته په بله سمڅه کښې خخ کړې شي .
د امريکې خفيه ايجنسي پخوانې اهلکار ګیري شيرون پخپل کتاب، First in ،کښې داستاذ عبدالرب رسول سیاف ته د ډالرو ورکولو قیسه ليکي وائي په ګلبهار پيښورکښې په نهه ويشتمه نېټه، سل زره ډالر “کله مې چې د سل ډالري لوټونو ېوه کڅوړه په مېنځ کښې په مېز کېښوده؛ د نورو قوماندانانو پر خلاف؛ سياف په ېوه ټوپ زر پیسې رواخيستې. په رډو سترګو ئې هغو ته وکتل او بېا ئې لکه د ګرم کرچالو خپل ېو مرګري ته ور وغورځولې او وې وائل ! دا په ژوند کښې اول ځل دی چې له چا نه نغدې پیسې قبلوم…
خواريکښ د کيرالې غميزې په اړه ليکي ! په ۱۹۷۹ کښې د خلقيانو د واکمنۍ ېو کال پوره کېدونکې وو ځائې په ځائې د پاکستان په مرسته اړې ګړې جوړېدو د جهاد په نامه ډلې تابېا کېدې دامريکا او انډيوالانو ترمېنځ د شورويانو په ضد لوظونه کېدل ددغه هرڅه د مېنځه وړلو لپاره ټول واک د حفيظ الامين په لاس کښې وو نور محمد تره کي تش په نامه ناست وو کله چې تره کي اووژل شو نو هغه مالوم ېوولس زره افغانان چې وژل شوي امين هغه هم په تره کي وروتپل.
ېو شپه د کيرالې کلي ته دېو اسلامي ډلې څو کسان راغلل ددغه کلي نه ئې په نزدې پوځي بلوک ډزې اوکړې چې تر سبا روانې وې.
سبائي د دغه سيمې پوځي قوماندانانو ، صادق علمېار ، عبد الحق ،او ،بهرام الدين ، ټول کلې محاصره کړو د کلي نه څه 1200 نارينه پوځيانو په زور د ځان سره ویستل او د چغسرې د پل سره نزدې په پټو کښې اودرول سترګې ورله اوتړلې په نارينو پسې تورسرې او ماشومان شاته راروان وو خو هغه په کلي کښې ايسار کړل شو.
دغه وخت کښې صادق علمېار خپلو سرتېرو ته امر اوکړو چې ټول اووژنئ! ناترسه ډزې د هر لوري پوځيانو پېل کړې دولس سوه کسان ټول په ېو ځائې اووژل شو د ظلم حد دا وو چې مړي هم کورونو ته د وړلو اجازه نه وه هم دغه ځائې کښې بلډوزرې راوستل شوې او په خلکو خاورې واړول شوې او د خاورې ېوه ډېرې جوړه کړې شوه. په جرمن وېب پانه کښې د عبد الرحمن زماني د وېنا ترمخه پدغه وژل شوي پښتنو کښې په سؤونو خلک د کنړ په حکومتي چارو کښې چارواکي هم وو.
د کيرالې زنانه ماشومان د کورونو اوتښتېدل او د ناواپاس او لېټۍ کنډؤ د لارې باجوړ ته واوښتل .
دا د کيرالې زنانه ماشومان بوډاګان روستو څه وخت پس د باجوړ د ،صديق آباد سیمه کښې ،په ېو کېمپ کښې تر ډېر وخت مېشت وو دغه د کېمپ ځائې هغه وخت او تر ننه د ، کيرالې ،په نامه په باجوړ کښې ېاد دې.
صادق علمېار چې روستو ئې په هالېنډ کښې پناه اخيستې وه هلته د مېشت افغانو په ګوښتنه په 2015 کښې د هالېنډ سترې محکمې په ډله ايزه وژنه تورن کړو او د اوګدی مودې لپاره زندان ته واچول شو ، عبد الحق چې ناروې ته تلې وو هلته تورن شو بهرام څه وخت روستو په جلال آباد کښی خلقيانو پخپله وژلې وو.
په افغانستان کښې ډېرې بدبختې تېرې شوې خو تر نن پورې د کيرالې کلي د ډله ییزې وژنې په اړه هيڅ کم قانوني څېړنې نه دي شوي او نن هم د کيرالې کلي اولس د خپل وژل شويو لپاره د انصاف په هيله دي.


